سه شنبه, ۲۴ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د کرونا ویروس اقتصادي بحران به د مرکزي اسیا هېوادنو ته څه پایلې ولري؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د کرونا ویروس اقتصادي بحران به د مرکزي اسیا هېوادنو ته څه پایلې ولري؟

خبر:

د پیسو دلېږد سیستم د مارچ په میاشت کې د کرونا ویروس د ناورین د ګرځبندیز له امله د ګاونډیو هېوادونو د پیسو په انتقال کې راغلي کمښت ته اشاره وکړه. RBK طلایي سکو او انیسټریم سیستم ته خبرداری ورکړ، چې ډېری کډوال له دغو سیستمونو څخه ګته اخلي. د RBK استازو وویل چې د انیسټریم د پیسو د لېږد په سیستم کې له روسيې څخه د پیسو په لېږد کې د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه کموالی راغلی دی. دا کچه د بازار په دننه کې مهم رول لري. د پیسو د لېږد سیستم ته نږدې سرچینو ویلي چې د مارچ په میاشت کې د طلا د سکو په لېږد کې هم ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی او د اپرېل په میاشت کې دغه کمبود ۵۰ سلنه اټکل شوی دی چې د طلایي سکو کمبود د تګ راتګ لږوالی په ډاګه کوي.

د شریکو ګټو هېوادونو (CIS) مشرانو د لېږد اندازه په لاندې ډول ښودلې ده: د روسیې د مرکزي بانک د احصایې له مخې، په ۲۰۱۹ ز کال کې له ۶-۷،۵ میلیارد ډالره له روسيې څخه دلته لېږل شوي. د دغو پیسو نږدې نیمایي(دې میلیاد ډالره) ازبکستان ته، ۶۹۹میلیونه ډالر تاجکستان ته، ۶۲۷،۶میلیونه ډالر ارمنیا ته او  ۶۱۲میلیونه ډالر قرغیزستان ته لېږل شوي دي. (سرچینه: اسیا پلس راپور)

تبصره:

نړیوالو محاسبو چې د کرونا ویروس د خپرېدو کچه په تخمیني ډول اندازه کوي، ویلي چې د کرونا ویروس د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د رکود لامل شوی دی. د امریکا په څېر شتمن هېوادونه کولای شي چې د ډېرو ساده مرستو په وسیله د خپلو خلکو ملاتړ وکړي، تر څو اقتصاد یې بیا پر فعالیت پیل وکړي او د اقتصاد ډېر سکټورونه د دغه ګرځبندیز په دوره کې کولای شي خپلو خلکو ته د ژوندي پاتې کېدلو فرصتونه برابر کړي. اوس په ډېرو غربي هېوادونو کې د خلکو د ژوند حالت ښه دی؛ ځکه د خلکو د پیسو ذخیرو دوی ته زمینه برابره کړې چې د کرنتین او له کرنتین څخه وروسته خپل ژوند ورباندې مخته بوځي، خو بېوزله، په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا هېوادونه به څه کوي؟ د هغو خلکو به څه حال کېږي چې پیسې یې له نورو هېوادونو په ځانګړي ډول له روسیې څخه راځي، لکه تاجکستان یې چې روسیې ته ورکوي چې د دغه هېواد د کورني ناخالص تولید (GDP) نیمایي جوړوي؟ د نړیوال بانک د راپور له مخې، تاجکستان د دغه مشخصې له مخې، لومړۍ درجه او قرغیزستان چې د کورني ناخالص تولید (GDP) ۳۲ سلنه یې جوړوي، دویمه درجه هېواد دی.

دا خو ښکاره ده چې د ۲۰۰۸ ز کال مالي او اقتصادي بحران د نړۍ د ډېری هېوادونو سیاسي حالت د اوږدې مودې لپاره اغېزمن کړ او د متحصصینو په خبره،  یاد بحران د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د انقلابونو سبب شو، یو له هغو څخه د عرب پسرلي په نوم انقلاب و، چې دغه انقلابي حرکتونه په عربي نړۍ کې یو پر بل پسې هېوادونو کې راپورته شول چې یادو انقلابونو د دغو هېوادونو ډېری وګړي د کار کولو لپاره کډوالۍ ته مجبور کړل، د کرنتین له امله په طبیعي ډول د دغو خلکو عاید ورکېږي، د سیمې په هېوادونو کې په پراخه کچه د خلکو د عایداتو د سرچینو له منځه تلل او د زېربنایي کارونو درېدل په سیاسي برخه کې هم ډېر اغېز کولای شي. له دغو ټولو وروسته، له دغه اقتصادي ماتې څخه مخکې د منځنۍ اسیا دېکتاتورانو خلک په ډېره سادګۍ سره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره کډوالۍ ته مجبور کړل، اوس په میلیونونو هغه کسان چې په روسیه کې یې په اسانۍ سره کار کولی شوای، دوی له فبرورۍ څخه تر اپرېل پورې د خپلو ملتونو تش په نامه رهبرانو سره یوازې پاتې شول.

څېړونکو ویلي چې په راتلونکي کې به د منځنۍ اسیا د هېوادونو د حاکمانو لپاره ډېرې ستونزې راولاړې شي، خو په اصل کې هغه هېوادونه چې په کډوالو کارکوونکو پورې تړلي دي او د دې توانایي به نه لري چې مخکینیو کډوالو کارګرو ته وظیفې راپیدا کړي، په دغه ستونزه کې د تاجکستان هېواد په لومړۍ درجه کې ځای لري. سره له دې چې د دغې سیمې په هېوادونو کې د کرونا ویروس ناورین هم تر اوسه زور نه دی اخیستی او الله سبحانه وتعالی به یې په راتلونکي کې هم ترې وساتي، د منځنۍ اسیا هېوادونه به د دغه ناورین پایلې  په څو نورو میاشتو او کلونو کې ویني.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

د محمد منصور له خوا

                       

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې